Afghan Red CS

اعلان:
په کندز کې بې ځایه شویو کورنیو ته بیړنۍ سرپناه برابره شوه په هلمند کې د ماشومانو لپاره طبي مرستې کمپاین پیل شو
+۹۳(۰)۰۷۸۵۵۵۸۹۶ ir@arcs.af
Slide 2

روغتیايي خدمتونه

د ثابت روغتیا کلینیکونو پروژه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ولایتونو کې ۴۷ ثابت کلینیکونه جوړ کړي دي چې د عامې روغتیا وزارت د معیارونو سره سم فعالیت کوي. په زرګونو اړمن خلک په دې مرکزونو کې له دې خدماتو ګټه پورته کوي او وړیا درملنه یې ترلاسه کوي.

دغه مرستې د بشردوستانه پیوستون او د بیړني غبرګون هڅو د یوې برخې په توګه ورکړل شوې.

د یوې بې طرفه بشري ادارې په توګه، د سرې میاشتې ټولنې هڅه کوي چې د ناورینونو څخه اغیزمنو خلکو ته په وخت سره مرستې ورسوي.

نور خدمتونه

mobile-clinic

ګرځنده روغتیايي کلینیکونه

ګرځنده روغتیايي ټیمونه د دې ټولنې یو له مهمو برخو څخه دي چې غواړي د ناورین قربانیانو، بې ځایه شویو خلکو لپاره خدمات وړاندې کړي او هغو خلکو ته روغتیایی خدمات وړاندې کړي چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او روغتونونو ته لاسرسی نلري. روغتیایی خدمات وړاندې کوي.

د روغتون پروژه:

د دې ټولنې د روغتیا خدماتو څانګې په کابل کې یو ښه سمبال ۷۰ بستریز روغتون چې په عصري طبي تجهیزاتو سمبال دی او په پروان ولایت کې د مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو روغتون هم جوړ کړی دی. هره ورځ په دې مرکزونو کې د سلګونو هیوادوالو درملنه کیږي.

ccbhi

د CBHFA پروګرام (د ټولنې لومړنۍ مرستې):

د ملي ټولنې یوه له بنسټیزو څانګو څخه د ټولنې په کچه د لومړنیو مرستو چمتو کول دي. د لومړنیو مرستو پروګرام د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي، ۲۵۰۰ رضاکاران یې روزلي دي چې دا رضاکاران اوس په ټول هیواد کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.